کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دايکنډي کې پر څه باندې اته زره اړمنو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول

2 جدی 1402 ساعت 16:19

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت چارواکي وايي، په دايکنډي کې پر ۸۸۵۰ اړمنو کورنیو د خوړو نړیوال سازمان له خوا خوراکي توکي وویشل شول.


آوا - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د جدی ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کیتي، خدیر، سنګتخت بند، استخارلي او میرامور ولسوالیو کې ۸۸۵۰ اړمنو کورنیو ته د دايکنډي ولايت په ولسواليو کې د خوراکي توکو د نړيوال سازمان (WFP) په مالي مرسته او د دغه انستيتوت (ASOW) په تخنيکي همکاري د دغه ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې رياست په همغږۍ وويشل شول.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو توکو کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹،۵ کیلو غوړي، ۱۲،۵ کیلو خوراکي توکي، ۳ کیلو د ماشومانو خواړه او ۶ کیلو د میندو لپاره خوراکي توکي شامل دي.

د خوړو نړیوال سازمان تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي وو.

په همدې حال کې د ژمي په رارسېدو او له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري شړلو په هېواد کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.


د مطلب کود: 282740

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282740/په-دايکنډي-کې-پر-څه-باندې-اته-زره-اړمنو-کورنيو-خوراکي-توکي-وويشل-شول

آوا
  https://www.avapress.com