دخپریدو نیټه :شنبه ۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 282740
په دايکنډي کې پر څه باندې اته زره اړمنو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت چارواکي وايي، په دايکنډي کې پر ۸۸۵۰ اړمنو کورنیو د خوړو نړیوال سازمان له خوا خوراکي توکي وویشل شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه د جدی ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کیتي، خدیر، سنګتخت بند، استخارلي او میرامور ولسوالیو کې ۸۸۵۰ اړمنو کورنیو ته د دايکنډي ولايت په ولسواليو کې د خوراکي توکو د نړيوال سازمان (WFP) په مالي مرسته او د دغه انستيتوت (ASOW) په تخنيکي همکاري د دغه ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې رياست په همغږۍ وويشل شول.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو توکو کې ۱۰۰ کیلو اوړه، ۹،۵ کیلو غوړي، ۱۲،۵ کیلو خوراکي توکي، ۳ کیلو د ماشومانو خواړه او ۶ کیلو د میندو لپاره خوراکي توکي شامل دي.

د خوړو نړیوال سازمان تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي وو.

په همدې حال کې د ژمي په رارسېدو او له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري شړلو په هېواد کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
https://avapress.com/vdci5rarut1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته