کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کې دوه زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه

3 جدی 1402 ساعت 9:22

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې دوه زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه.


آوا: د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي بورډ وايي، د اسنادو، شواهدو او نقشو له څیړلو وروسته یې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې ۲۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.

د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي کمېټې مشر مولوي عبدالستار محمد وايي، تخنيکي ټيم يې د جوازونو او اسنادو تر څېړلو وروسته د مومندرې ولسوالۍ په دخېلو سيمه کې ١٢٠٠ جريبه او بله يې د مومندرې ولسوالۍ په لونډلي سيمه کې ٨٠٠ جريبه ځمکه دولتی تثبیت ګړی ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي بورډ تر دې وړاندې هم په ټول هېواد کې زرګونه جريبه ځمکه غدولتي تثبیت کړي وه.


د مطلب کود: 282758

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282758/په-ننګرهار-ولایت-کې-دوه-زره-جریبه-ځمکه-دولتي-تثبیت-شوه

آوا
  https://www.avapress.com