دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۲
د مطلب کود : 282758
په ننګرهار ولایت کې دوه زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې دوه زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه.
افغان غږ خبری آژانس: د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي بورډ وايي، د اسنادو، شواهدو او نقشو له څیړلو وروسته یې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې ۲۰۰۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده.

د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي کمېټې مشر مولوي عبدالستار محمد وايي، تخنيکي ټيم يې د جوازونو او اسنادو تر څېړلو وروسته د مومندرې ولسوالۍ په دخېلو سيمه کې ١٢٠٠ جريبه او بله يې د مومندرې ولسوالۍ په لونډلي سيمه کې ٨٠٠ جريبه ځمکه دولتی تثبیت ګړی ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي بورډ تر دې وړاندې هم په ټول هېواد کې زرګونه جريبه ځمکه غدولتي تثبیت کړي وه.
https://avapress.com/vdchmini623n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته