کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره درې میلیونه یورو مرسته وکړه

3 جدی 1402 ساعت 12:09

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د اروپايي ټولنې له خوا په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د درې میلیونه یورو، چې د ۳،۲ میلیون ډالرو معادل د مرستې اعلان وکړ، اعلان وکړ.


آوا - کابل: اوچا وویل چې د مرستو دغه اندازه به مرستندویه بنسټونه وتوانیوی چې په ټول هیواد کې له ملیونونو خلکو سره چې مرستې او ساتنې ته اړتیا لری، مرستې وکړی.

اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د مرستو څو بستې اعلان کړې دي.

په افغانستان کې بشري ناورین لا هم جدي دی او د دغه هېواد تر نیمايي زیات نفوس مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په وینا، په راتلونکي کال کې به له افغانستان سره د مرستو لپاره درې میلیارده ډالرو ته اړتیا وي.

دغه دفتر په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه، خو دغه اندازه مرسته ورنکړل شوه او د اوچا په وینا، د تمویل د تشې په پایله کې په افغانستان کې ۱۰ میلیونه وګړي د مې تر نومبر میاشتې پورې خوراکي مرستو ته لاس رسی نه لري.


د مطلب کود: 282791

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282791/اروپايي-ټولنې-د-افغانستان-بشري-مرستو-له-صندوق-سره-درې-میلیونه-یورو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com