دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۹
د مطلب کود : 282791
اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره درې میلیونه یورو مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د اروپايي ټولنې له خوا په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د درې میلیونه یورو، چې د ۳،۲ میلیون ډالرو معادل د مرستې اعلان وکړ، اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: اوچا وویل چې د مرستو دغه اندازه به مرستندویه بنسټونه وتوانیوی چې په ټول هیواد کې له ملیونونو خلکو سره چې مرستې او ساتنې ته اړتیا لری، مرستې وکړی.

اروپايي ټولنې تر دې وړاندې هم له افغانستان سره د مرستو څو بستې اعلان کړې دي.

په افغانستان کې بشري ناورین لا هم جدي دی او د دغه هېواد تر نیمايي زیات نفوس مرستو ته اړتیا لري.

د اوچا په وینا، په راتلونکي کال کې به له افغانستان سره د مرستو لپاره درې میلیارده ډالرو ته اړتیا وي.

دغه دفتر په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه، خو دغه اندازه مرسته ورنکړل شوه او د اوچا په وینا، د تمویل د تشې په پایله کې په افغانستان کې ۱۰ میلیونه وګړي د مې تر نومبر میاشتې پورې خوراکي مرستو ته لاس رسی نه لري.
https://avapress.com/vdceow8wzjh8vfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته