کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

4 جدی 1402 ساعت 9:54

د لغمان امنيتي چارواکي وايي، په دې ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د دوو مېرمنو په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.


آوا - کابل: د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د چارواکو په وینا، دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د جدی ۳ مه د الیشنګ ولسوالۍ په ترنګ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ويل کيږي چې دغه پيښه له يوه ريکشا سره د يوه هيلوکس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، چې د دې ترافيکي پېښې په قربانيانو کې دوه ښځې هم شاملې دي.

ویل شوي، چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.


د مطلب کود: 282832

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282832/په-لغمان-ولايت-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-پنځو-تنو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com