دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 282832
په لغمان ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
د لغمان امنيتي چارواکي وايي، په دې ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د دوو مېرمنو په ګډون درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د چارواکو په وینا، دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د جدی ۳ مه د الیشنګ ولسوالۍ په ترنګ سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ويل کيږي چې دغه پيښه له يوه ريکشا سره د يوه هيلوکس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

ځايي سرچينې وايي، چې د دې ترافيکي پېښې په قربانيانو کې دوه ښځې هم شاملې دي.

ویل شوي، چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
https://avapress.com/vdcaeunuu49naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته