کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان له زندانه ۱۵ افغانان خوشي شول

4 جدی 1402 ساعت 11:53

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د پاکستان د کویټې ښار له یوه زندانه ۱۵ افغان کډوال خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.


آوا - کابل: د دوشنبې په ورځ د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه کسان د اوسیدو اسناد نه لرلو له امله بندیان شوي دي.
 
د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه کسان تر خوشي کېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول او د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
 
دغه راز په پوله کې د مسوولې کميټې له خوا هر کس ته يو سيم کارت هم وويشل شو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې اوس هم د پاکستان په زندانونو کې يو شمېر بې اسناده افغانان بنديان دي.


د مطلب کود: 282848

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282848/د-پاکستان-له-زندانه-۱۵-افغانان-خوشي-شول

آوا
  https://www.avapress.com