دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 282848
د پاکستان له زندانه ۱۵ افغانان خوشي شول
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د پاکستان د کویټې ښار له یوه زندانه ۱۵ افغان کډوال خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دوشنبې په ورځ د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغه کسان د اوسیدو اسناد نه لرلو له امله بندیان شوي دي.
 
د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه کسان تر خوشي کېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول او د مهاجرت نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شول.
 
دغه راز په پوله کې د مسوولې کميټې له خوا هر کس ته يو سيم کارت هم وويشل شو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې اوس هم د پاکستان په زندانونو کې يو شمېر بې اسناده افغانان بنديان دي.
https://avapress.com/vdchkini623n66d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته