کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د دوو کورنیو تر منځ ۳۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

4 جدی 1402 ساعت 16:12

د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په منځګړتوب د دغه ولایت په ګوشتي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ ۳۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې ده.


آوا: ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه رالیږل شوي خبر کې لیکلي: دې دوه کورنۍ دېرش کاله وړاندې د دغه ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په ماماخېلو سیمه کې خپلمنځي شخړه درلوده.

د راپورونو له مخې د سبز علي او غلام حبیب د کورنیو ترمنځ په دې شخړه کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په نورستان ولایت کې د درېیو قومونو تر منځ ۴۱ کلنه دښمني د سیمه ییزو چارواکو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.


د مطلب کود: 282885

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282885/په-ننګرهار-کې-د-دوو-کورنیو-تر-منځ-۳۰-کلنه-دښمني-دوستۍ-بدله-شوه

آوا
  https://www.avapress.com