دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۱۲
د مطلب کود : 282885
په ننګرهار کې د دوو کورنیو تر منځ ۳۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه
د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په منځګړتوب د دغه ولایت په ګوشتي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ ۳۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس: ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه رالیږل شوي خبر کې لیکلي: دې دوه کورنۍ دېرش کاله وړاندې د دغه ولایت د ګوشتې ولسوالۍ په ماماخېلو سیمه کې خپلمنځي شخړه درلوده.

د راپورونو له مخې د سبز علي او غلام حبیب د کورنیو ترمنځ په دې شخړه کې یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په نورستان ولایت کې د درېیو قومونو تر منځ ۴۱ کلنه دښمني د سیمه ییزو چارواکو په منځګړتوب په دوستۍ بدله شوه.
https://avapress.com/vdcivrarwt1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته