کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان ولایت کې د سلګونو کیلومتره سړکونو بیارغونه

5 جدی 1402 ساعت 10:14

د بغلان ولایت د کلیو پراختیا ریاست مسوولین وايي، سږ کال د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې ۵۵۰ کیلومتره کلیوالي سړکونه د ۱۹۶ پروژو په چوکاټ کې رغول شوي دي.


آوا - کابل: په بغلان کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال یې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۱۹۶ پروژو په چوکاټ کې ۵۵۰ کیلومتره کلیوالي سړکونه رغولي دي.
 
د باختر آژانس د رپوټ له مخې دغه سړکونه د نړيوال بانک په مالي مرسته ترميم شوي دي او څه دپاسه ٣.٢٧ زره سيمه ييز اوسيدونکي به ترې مستقيم ګټه پورته کړي.
 
سیمه ییز چارواکي هم د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بادام پل په شیلک سیمه کې د اوبو د یوې ذخیرې د جوړېدو خبر ورکوي او وايي، چې دغه زېرمه به د نړیوال خوراکي پروګرام په مالي مرسته د ۹ میاشتو په موده کې ۵۰ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی ولري.
 
د اوبو دغه زیرمه د ۱۳۰۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.


د مطلب کود: 282915

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282915/په-بغلان-ولایت-کې-د-سلګونو-کیلومتره-سړکونو-بیارغونه

آوا
  https://www.avapress.com