دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 282915
په بغلان ولایت کې د سلګونو کیلومتره سړکونو بیارغونه
د بغلان ولایت د کلیو پراختیا ریاست مسوولین وايي، سږ کال د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې ۵۵۰ کیلومتره کلیوالي سړکونه د ۱۹۶ پروژو په چوکاټ کې رغول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په بغلان کې د اسلامي امارت د کلیو پراختیا ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال یې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۱۹۶ پروژو په چوکاټ کې ۵۵۰ کیلومتره کلیوالي سړکونه رغولي دي.
 
د باختر آژانس د رپوټ له مخې دغه سړکونه د نړيوال بانک په مالي مرسته ترميم شوي دي او څه دپاسه ٣.٢٧ زره سيمه ييز اوسيدونکي به ترې مستقيم ګټه پورته کړي.
 
سیمه ییز چارواکي هم د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بادام پل په شیلک سیمه کې د اوبو د یوې ذخیرې د جوړېدو خبر ورکوي او وايي، چې دغه زېرمه به د نړیوال خوراکي پروګرام په مالي مرسته د ۹ میاشتو په موده کې ۵۰ متره اوږدوالی او ۳ متره لوړوالی ولري.
 
د اوبو دغه زیرمه د ۱۳۰۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.
https://avapress.com/vdccsiqip2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته