کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حزب الله لخوا د اشغال شویو سیمو په لور 30 ​​"کاتیوشا" راکټونه توغول شوي

7 جدی 1402 ساعت 10:32

د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کښې د بنت جبیل په سیمه کښې په ملکیانو باندې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د حملې په ځواب کښې د فلسطین په شمال کښې د کریت شیمونا په ښارګوټی د کاتیوشا ۳۰ توغندی ویشتلی دی.


آوا: په همدې حال کې عبراني رسنیو اعلان کړی، چې د لبنان له جنوب څخه د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د کریت شمونا پر ښارګوټي ۱۶ توغندي توغول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بريد ګڼو ودانيو ته زيان اړولى دى.

له دې مخکې د عبراني ژبې سرچینو خبر ورکړی و چې په دغه برید کې دوه صهیونیسټان وژل شوي دي.

د صهیونیسټی راډیو او ټیلیویژنی موسسې په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ چې حزب الله د راس النقره سیمه په داسې حال کښې په توغندوی حملې سره په نښه کړه چې د دغه رژیم د بهرنیو چارو وزیر او د نورو هیوادونو یوشمیر سفیران له شمالی سرحدونو څخه د لیدنې په حال کښې وو.


د مطلب کود: 283029

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283029/د-حزب-الله-لخوا-اشغال-شویو-سیمو-په-لور-30-کاتیوشا-راکټونه-توغول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com