دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 283029
د حزب الله لخوا د اشغال شویو سیمو په لور 30 ​​"کاتیوشا" راکټونه توغول شوي
د لبنان حزب الله په یوه بیانیه کښې اعلان وکړ چې د لبنان په جنوب کښې د بنت جبیل په سیمه کښې په ملکیانو باندې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د حملې په ځواب کښې د فلسطین په شمال کښې د کریت شیمونا په ښارګوټی د کاتیوشا ۳۰ توغندی ویشتلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: په همدې حال کې عبراني رسنیو اعلان کړی، چې د لبنان له جنوب څخه د اشغال شوي فلسطین په شمال کې د کریت شمونا پر ښارګوټي ۱۶ توغندي توغول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه بريد ګڼو ودانيو ته زيان اړولى دى.

له دې مخکې د عبراني ژبې سرچینو خبر ورکړی و چې په دغه برید کې دوه صهیونیسټان وژل شوي دي.

د صهیونیسټی راډیو او ټیلیویژنی موسسې په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ چې حزب الله د راس النقره سیمه په داسې حال کښې په توغندوی حملې سره په نښه کړه چې د دغه رژیم د بهرنیو چارو وزیر او د نورو هیوادونو یوشمیر سفیران له شمالی سرحدونو څخه د لیدنې په حال کښې وو.
https://avapress.com/vdcj8te8huqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته