کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تېره ورځ له پاکستانه څه باندې زر تنه افغان کډوال وویستل شول

8 جدی 1402 ساعت 11:25

رسنیو خبر ورکړی، چې تېره پنجشنبه (د جدی ۶ مه) له پاکستان څخه ۱۱۷۵ کډوال ایستل شوي او د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.


آوا: رسنیو راپور ورکړی چې پرون یو شمېر کډوال له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي دي.
 
دا شمېره د تیرې ورځې له احصایو څخه کمه ده، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۵۰۰ کډوال له پاکستانه ویستل شوي، خو د پاکستاني رسنیو شمېرې ښيي، چې په تېرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه ۴۵۱ زره افغان کډوال له دغه هېواده شړل شوي دي.
 
له پاکستان څخه د مهاجرینو د اخراج دوام په افغانستان کې د دغو کسانو د بشري وضعیت په اړه له اندیښنو سره مل دی.
 
له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې پاکستان د يو ميليون نه زياتو بې اسنادو افغان کډوالو د ويستلو لړۍ پيل کړې ده.


د مطلب کود: 283087

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283087/تېره-ورځ-له-پاکستانه-څه-باندې-زر-تنه-افغان-کډوال-وویستل-شول

آوا
  https://www.avapress.com