دخپریدو نیټه :جمعه ۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 283087
تېره ورځ له پاکستانه څه باندې زر تنه افغان کډوال وویستل شول
رسنیو خبر ورکړی، چې تېره پنجشنبه (د جدی ۶ مه) له پاکستان څخه ۱۱۷۵ کډوال ایستل شوي او د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: رسنیو راپور ورکړی چې پرون یو شمېر کډوال له پاکستان څخه په زوره ایستل شوي دي.
 
دا شمېره د تیرې ورځې له احصایو څخه کمه ده، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۱۵۰۰ کډوال له پاکستانه ویستل شوي، خو د پاکستاني رسنیو شمېرې ښيي، چې په تېرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه ۴۵۱ زره افغان کډوال له دغه هېواده شړل شوي دي.
 
له پاکستان څخه د مهاجرینو د اخراج دوام په افغانستان کې د دغو کسانو د بشري وضعیت په اړه له اندیښنو سره مل دی.
 
له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې پاکستان د يو ميليون نه زياتو بې اسنادو افغان کډوالو د ويستلو لړۍ پيل کړې ده.
https://avapress.com/vdcdjs0x5yt0jz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته