کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه به نن د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړي

8 جدی 1402 ساعت 12:37

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.


آوا: یو شمیر رسنیو خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ویب پاڼه کې د خپور شوي مهال ویش له مخې ټاکل شوې دغه غونډه نن د جمعې په ورځ د نیویارک پر وخت د سهار لس بجې جوړ شي.
 
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت د "خپلواکې ارزونې" راپور وڅېړل شي.
 
دا راپور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلیوګلو له خوا چمتو شوی او د ملګرو ملتونو عمومي منشي د نومبر په اتمه امنیت شورا ته استولی دی.
 
په دغه راپور کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت، تلپاتې سولې او ټولنیز پرمختګ پر رامنځته کولو ټینګار شوی دی.


د مطلب کود: 283090

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283090/د-ملګرو-ملتونو-امنیت-شورا-غونډه-نن-افغانستان-وضعیت-په-اړه-بحث-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com