دخپریدو نیټه :جمعه ۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۷
د مطلب کود : 283090
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه به نن د افغانستان د وضعیت په اړه بحث وکړي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.
افغان غږ خبری آژانس: یو شمیر رسنیو خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ویب پاڼه کې د خپور شوي مهال ویش له مخې ټاکل شوې دغه غونډه نن د جمعې په ورځ د نیویارک پر وخت د سهار لس بجې جوړ شي.
 
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د افغانستان د وضعیت د "خپلواکې ارزونې" راپور وڅېړل شي.
 
دا راپور په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلیوګلو له خوا چمتو شوی او د ملګرو ملتونو عمومي منشي د نومبر په اتمه امنیت شورا ته استولی دی.
 
په دغه راپور کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت، تلپاتې سولې او ټولنیز پرمختګ پر رامنځته کولو ټینګار شوی دی.
https://avapress.com/vdchwxniv23n6vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته