کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا کې د ۴۸،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د شپږو بنسټیزو پروژو چارې بشپړې شوې

9 جدی 1402 ساعت 14:40

د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۴۸،۸ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ پرمختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا - پکتیکا: د پکتیکا ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د ۴۸،۸ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت په  ارگون، شاخیل آباد، خوشمند، تارو، ساروبی او وازه خوا ولسوالیو کې بشپړې شوې دي.

ويل کيږي چې په دغو پروژو کې د اوبو د څاګانو کيندل، د ښوونځيو لپاره د سولر سيسټم جوړول او د تشنابونو جوړول شامل دي چې د درېيو مياشتو په موده کې بشپړې شوې.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې ګڼ شمېر ټولګټې پروژې بشپړې شوې دي.


د مطلب کود: 283129

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283129/په-پکتیکا-کې-د-۴۸-۸-میلیونه-افغانیو-ارزښت-شپږو-بنسټیزو-پروژو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com