دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۰
د مطلب کود : 283129
په پکتیکا کې د ۴۸،۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د شپږو بنسټیزو پروژو چارې بشپړې شوې
د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې د ۴۸،۸ میلیونه افغانیو په لګښت شپږ پرمختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - پکتیکا: د پکتیکا ولایت د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د ۴۸،۸ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت په  ارگون، شاخیل آباد، خوشمند، تارو، ساروبی او وازه خوا ولسوالیو کې بشپړې شوې دي.

ويل کيږي چې په دغو پروژو کې د اوبو د څاګانو کيندل، د ښوونځيو لپاره د سولر سيسټم جوړول او د تشنابونو جوړول شامل دي چې د درېيو مياشتو په موده کې بشپړې شوې.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په دغه ولايت کې ګڼ شمېر ټولګټې پروژې بشپړې شوې دي.
https://avapress.com/vdcauenuo49na61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته