کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان ولايت کې يوې ښځې په خپلو پيسو جومات جوړ کړ

9 جدی 1402 ساعت 15:39

په لغمان ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یوې ښځې په خپلو پیسو جامع جومات جوړ کړی دی.


آوا - کابل: د دوی په وینا دغه جومات د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په چنارپول سیمه کې جوړ شوی چې په یو وخت کې د ۵۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

د لغمان د حج او اوقافو رياست چارواکي وايي، چې د دغه جومات په جوړېدو اوه سوه زره افغانۍ لګښت راغلى دى.

د دوی په خبره، دغه جومات د اسلامي علومو د زده کړې لپاره هم برخې لري.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جوماتونو د جوړولو لړۍ ډېره شوې ده.


د مطلب کود: 283149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283149/په-لغمان-ولايت-کې-يوې-ښځې-خپلو-پيسو-جومات-جوړ-کړ

آوا
  https://www.avapress.com