دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 283149
په لغمان ولايت کې يوې ښځې په خپلو پيسو جومات جوړ کړ
په لغمان ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یوې ښځې په خپلو پیسو جامع جومات جوړ کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دوی په وینا دغه جومات د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په چنارپول سیمه کې جوړ شوی چې په یو وخت کې د ۵۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

د لغمان د حج او اوقافو رياست چارواکي وايي، چې د دغه جومات په جوړېدو اوه سوه زره افغانۍ لګښت راغلى دى.

د دوی په خبره، دغه جومات د اسلامي علومو د زده کړې لپاره هم برخې لري.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جوماتونو د جوړولو لړۍ ډېره شوې ده.
https://avapress.com/vdcc01qio2bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته