کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په نیمروز ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز ولګول شو

10 جدی 1402 ساعت 10:47

د نيمروز والي د دغه ولايت له يو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره په کتنه کې د ښاري نظم د کمېټې د غړو په شتون کې له افغانيو سره د سوداګرۍ پر ارزښت خبرې وکړې او پر دې يې ټينګار وکړ.


آوا: هرات: د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد په دې کتنه کې ټینګار وکړ: له دې وروسته له بهرنیو اسعارو سره سوداګري حرامه ده او باید د هېواد له ملي اسعارو (افغانیو) سره وشي.
 
ده دغه راز زياته کړه: په زرنج ښارکې بايد ټولې تجارتي نښې په دري، پښتو او سيمه ييزو ژبو په رسمي بڼه وليکل شي او د بهرنيو اصطلاحاتو له ليکلو څخه دې ډډه وشي.
 
د نیمروز والي د سوداګرۍ او صنایعو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل: اسلامي امارت په دې برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
 
نوموړي له سوداګرو او صنعت کارانو وغوښتل، چې د شريعت له اصولو سره سم خپل کاروبار او صنعت پراخ کړي.


د مطلب کود: 283181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283181/په-نیمروز-ولایت-کې-د-بهرنیو-اسعارو-پر-راکړه-ورکړه-بندیز-ولګول-شو

آوا
  https://www.avapress.com