دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 283181
په نیمروز ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز ولګول شو
د نيمروز والي د دغه ولايت له يو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو سره په کتنه کې د ښاري نظم د کمېټې د غړو په شتون کې له افغانيو سره د سوداګرۍ پر ارزښت خبرې وکړې او پر دې يې ټينګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: هرات: د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد په دې کتنه کې ټینګار وکړ: له دې وروسته له بهرنیو اسعارو سره سوداګري حرامه ده او باید د هېواد له ملي اسعارو (افغانیو) سره وشي.
 
ده دغه راز زياته کړه: په زرنج ښارکې بايد ټولې تجارتي نښې په دري، پښتو او سيمه ييزو ژبو په رسمي بڼه وليکل شي او د بهرنيو اصطلاحاتو له ليکلو څخه دې ډډه وشي.
 
د نیمروز والي د سوداګرۍ او صنایعو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل: اسلامي امارت په دې برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.
 
نوموړي له سوداګرو او صنعت کارانو وغوښتل، چې د شريعت له اصولو سره سم خپل کاروبار او صنعت پراخ کړي.
https://avapress.com/vdcivparzt1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته