کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو سرپرست وزیر:

د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم حملې غیر انسانی او دټولو بشری اصولو خلاف دی.

10 جدی 1402 ساعت 11:20

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقانی وویل د فلسطین په خلکو د صهیونیسټ رژیم حملې غیر انسانی او د ټولو انسانی اصولو خلاف دی.


آوا - کابل: هغه هم د دغه رژیم پر وړاندې د مسلمانانو او اسلامی هېوادونو پر اقداماتو ټینګار وکړ.
 
دا په داسې حال کښې دی چې له دې مخکې هم اسلامی امارت په یو لړ اعلامیو کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه غندلی دی.
 
همدا راز له دې وړاندې هم اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په «الممدني» روغتون بمباري غندلې وه او ګواښ یې کړی و چې د اسرائیلو د جنایتونو دوام به له کنټروله بهر غبرګونونو ته لاره پرانیزي.


د مطلب کود: 283189

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283189/د-فلسطین-خلکو-پرضد-صهیونیسټ-رژیم-حملې-غیر-انسانی-او-دټولو-بشری-اصولو-خلاف-دی

آوا
  https://www.avapress.com