دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۰
د مطلب کود : 283189
د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم حملې غیر انسانی او دټولو بشری اصولو خلاف دی.
د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقانی وویل د فلسطین په خلکو د صهیونیسټ رژیم حملې غیر انسانی او د ټولو انسانی اصولو خلاف دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: هغه هم د دغه رژیم پر وړاندې د مسلمانانو او اسلامی هېوادونو پر اقداماتو ټینګار وکړ.
 
دا په داسې حال کښې دی چې له دې مخکې هم اسلامی امارت په یو لړ اعلامیو کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونه غندلی دی.
 
همدا راز له دې وړاندې هم اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په «الممدني» روغتون بمباري غندلې وه او ګواښ یې کړی و چې د اسرائیلو د جنایتونو دوام به له کنټروله بهر غبرګونونو ته لاره پرانیزي.
https://avapress.com/vdcg7w9xyak97q4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته