کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت د تشکیلاتو زیاتوالی دوه سوه زرو تنو ته

10 جدی 1402 ساعت 11:50

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د دغه وزارت تشکیل له یو لک پنځوس زره کسانو څخه دوه سوه زرو تنو ته لوړ شوی دی. دغه ځواکونه په ملکي او نظامي برخو کې د اړتیاوو له مخې استخدام شوي دي.


آوا: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع طلوع نیوز ته وویل چې د دغه وزارت تشکیل له ۱۵۰ زرو څخه ۲۰۰ زرو ته لوړ شوی دی. دغه ځواکونه په ملکي او نظامي برخو کې د اړتیاوو له مخې استخدام شوي دي.
 
 
ښاغلي قانع د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د تازه دمو ځواکونو د جلب او جذب لپاره د هڅو ډاډ هم ورکړ.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه وویل:«شاوخوا ۷۵ زره کسان په ولایتونو کې وېشل شوي او پلاوي یې د ارزونې او سروې لپاره تللي او هغه کسان چې متخصصین دي او یا دین او وطن ته ژمن دي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم په نظامي او ملکي برخو کې د امنیتي ځواکونو د جلب او جذب لپاره شاوخوا ۷۵ زره تشکیلات بېلابېلو ولایتونو ته استول شوي دي.


د مطلب کود: 283199

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283199/د-کورنیو-چارو-وزارت-تشکیلاتو-زیاتوالی-دوه-سوه-زرو-تنو-ته

آوا
  https://www.avapress.com