دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 283199
د کورنیو چارو وزارت د تشکیلاتو زیاتوالی دوه سوه زرو تنو ته
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د دغه وزارت تشکیل له یو لک پنځوس زره کسانو څخه دوه سوه زرو تنو ته لوړ شوی دی. دغه ځواکونه په ملکي او نظامي برخو کې د اړتیاوو له مخې استخدام شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع طلوع نیوز ته وویل چې د دغه وزارت تشکیل له ۱۵۰ زرو څخه ۲۰۰ زرو ته لوړ شوی دی. دغه ځواکونه په ملکي او نظامي برخو کې د اړتیاوو له مخې استخدام شوي دي.
 
 
ښاغلي قانع د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د تازه دمو ځواکونو د جلب او جذب لپاره د هڅو ډاډ هم ورکړ.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه وویل:«شاوخوا ۷۵ زره کسان په ولایتونو کې وېشل شوي او پلاوي یې د ارزونې او سروې لپاره تللي او هغه کسان چې متخصصین دي او یا دین او وطن ته ژمن دي.
 
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له حکم سره سم په نظامي او ملکي برخو کې د امنیتي ځواکونو د جلب او جذب لپاره شاوخوا ۷۵ زره تشکیلات بېلابېلو ولایتونو ته استول شوي دي.
https://avapress.com/vdchwxniw23n6zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته