کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مولوی عبدالکبیر:

افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی

10 جدی 1402 ساعت 11:53

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت پرته له قومي، ژبني او مذهبي تبعیض ټولو قومونو ته ارزښت ورکوي.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا د مطبوعاتي دفتر له خوا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره راغلي چې د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار او پنجشیر له یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د یادو ولایتونو مشرانو، علماوو او ځوانانو د اسلامي امارت د لاسته راوړنو قدرداني وکړه او ویې ویل، چې اسلامي امارت په ډیره کمه موده کې په بیلابیلو برخو کې بنسټیز کارونه ترسره کړي، چې د ولس په ښه والي کې یې ونډه اخیستې ده.
 
دوی له اسلامي امارت څخه ملاتړ د ټولو افغانانو دیني او ملي مسوولیت وګاڼه او ویې ویل چې د اسلامي نظام د ثبات او پایښت لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
 
له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت له هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تبعیض پرته ټولو قومونو ته ارزښت ورکوي.
 
دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وويل: نن سبا په هيواد کې اسلامي نظام حاکم دى او په ټول هيواد کې امنيت تامين دى او دهېواد په هره برخه کې دامنيت دتامينولو کار پيل شوى دى.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په خپلو وروستیو خبرو کې وویل چې نن د دې وخت دی چې ټول افغانان د هېواد په ابادۍ او د اسلامي نظام په ټینګښت کې ونډه واخلي.


د مطلب کود: 283200

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283200/افغانستان-د-ټولو-افغانانو-ګډ-کور-دی

آوا
  https://www.avapress.com