دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 283200
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت پرته له قومي، ژبني او مذهبي تبعیض ټولو قومونو ته ارزښت ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا د مطبوعاتي دفتر له خوا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره راغلي چې د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ننګرهار او پنجشیر له یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د یادو ولایتونو مشرانو، علماوو او ځوانانو د اسلامي امارت د لاسته راوړنو قدرداني وکړه او ویې ویل، چې اسلامي امارت په ډیره کمه موده کې په بیلابیلو برخو کې بنسټیز کارونه ترسره کړي، چې د ولس په ښه والي کې یې ونډه اخیستې ده.
 
دوی له اسلامي امارت څخه ملاتړ د ټولو افغانانو دیني او ملي مسوولیت وګاڼه او ویې ویل چې د اسلامي نظام د ثبات او پایښت لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
 
له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت له هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تبعیض پرته ټولو قومونو ته ارزښت ورکوي.
 
دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال وويل: نن سبا په هيواد کې اسلامي نظام حاکم دى او په ټول هيواد کې امنيت تامين دى او دهېواد په هره برخه کې دامنيت دتامينولو کار پيل شوى دى.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په خپلو وروستیو خبرو کې وویل چې نن د دې وخت دی چې ټول افغانان د هېواد په ابادۍ او د اسلامي نظام په ټینګښت کې ونډه واخلي.
https://avapress.com/vdcawenuw49nau1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته