کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پنجشېر ولايت کې د ٢٠ پرمختيايي پروژو کار پيل شو

11 جدی 1402 ساعت 9:57

په پنجشیر کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق په مالي مرسته ۲۰ پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


آوا - کابل: دغه پروژې د پنجشیر ولایت په آبشار ولسوالۍ کې جوړې شوې.
 
په پنجشیر کې د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي شیر علي مژون وویل، چې په دې پروژو کې د کرنې او ترانسپورت سکتورونه شامل دي.
 
د هغه په ​​وينا، پر يادو پروژو ٤٠ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.
 
تر دې وړاندې هم په پنجشیر ولایت کې بېلابېلې پروژې پلې شوې وې.


د مطلب کود: 283262

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283262/په-پنجشېر-ولايت-کې-د-٢٠-پرمختيايي-پروژو-کار-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.com