دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۷
د مطلب کود : 283262
په پنجشېر ولايت کې د ٢٠ پرمختيايي پروژو کار پيل شو
په پنجشیر کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق په مالي مرسته ۲۰ پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه پروژې د پنجشیر ولایت په آبشار ولسوالۍ کې جوړې شوې.
 
په پنجشیر کې د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي شیر علي مژون وویل، چې په دې پروژو کې د کرنې او ترانسپورت سکتورونه شامل دي.
 
د هغه په ​​وينا، پر يادو پروژو ٤٠ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.
 
تر دې وړاندې هم په پنجشیر ولایت کې بېلابېلې پروژې پلې شوې وې.
https://avapress.com/vdciqparrt1avr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته