کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ندیم لوګر ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د پوهنتونونو د استادانو د ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار وکړ

12 جدی 1402 ساعت 11:05

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه او له مسوولینو سره یې په لیدنه کې د استادانو د ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار وکړ.


آوا - کابل: ښاغلي ندیم د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د مسوولینو د هلو ځلو قدرداني وکړه چې دغه موسسه یې په پوهنتون بدله کړه.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست هم ژمنه وکړه، چې د جومات جوړولو، داخلي سړکونو، د میدانونو پخولو، د غونډو تالار، کتابتون، د لابراتوار د تجهیز او نورو ستونزو په حل کې به ورسره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي ندیم تر دې وړاندې هم د هېواد ختیځو ولایتونو ته سفر کړی او د هغو ولایتونو له چارواکو سره یې لیدلي دي.


د مطلب کود: 283339

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283339/ندیم-لوګر-ته-د-سفر-پر-مهال-په-دغه-ولایت-کې-پوهنتونونو-استادانو-ظرفیتونو-لوړولو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com