دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 283339
ندیم لوګر ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د پوهنتونونو د استادانو د ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار وکړ
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د لوړو زده کړو موسسې څخه لیدنه وکړه او له مسوولینو سره یې په لیدنه کې د استادانو د ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ښاغلي ندیم د لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د مسوولینو د هلو ځلو قدرداني وکړه چې دغه موسسه یې په پوهنتون بدله کړه.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست هم ژمنه وکړه، چې د جومات جوړولو، داخلي سړکونو، د میدانونو پخولو، د غونډو تالار، کتابتون، د لابراتوار د تجهیز او نورو ستونزو په حل کې به ورسره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ښاغلي ندیم تر دې وړاندې هم د هېواد ختیځو ولایتونو ته سفر کړی او د هغو ولایتونو له چارواکو سره یې لیدلي دي.
https://avapress.com/vdcdss0xnyt0js6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته