کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال:

اسلامي امارت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دیني مدارسو ته ځانګړې پاملرنه کوي

13 جدی 1402 ساعت 11:47

د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال د «کابل د علماوو شورا او د دیني مدارسو له یو شمېر استادانو» سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دیني مدرسو ته ځانګړې پاملرنه کوي.


آوا - کابل: ارګ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی، چې د ولسمشر د دفتر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر، د افغانستان د علماوو له شورا او د دیني مدارسو له یو شمېر استادانو سره په کتنه کې دغه څرګندونې وکړې او ویلي چې اسلامي امارت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دیني مدارسو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

مولوي عبدالکبير زياته کړه چې د ديني مدرسو د نصاب په اړه کار روان دى او په دې برخه کې د لا زياتې همکارۍ زمينه برابره شوې ده.

د لومړي وزیر د دفتر سیاسي مرستیال ویلي دي چې "د ښوونځیو نصاب یوه مهمه برخه ده چې لا هم مسلکي کار ته اړتیا لري او زده کوونکو ته باید د دیني زده کړو ترڅنګ عصري علوم هم تدریس شي."


د مطلب کود: 283405

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283405/اسلامي-امارت-د-پوهنې-وزارت-په-چوکاټ-کې-دیني-مدارسو-ته-ځانګړې-پاملرنه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com