دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 283405
اسلامي امارت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دیني مدارسو ته ځانګړې پاملرنه کوي
د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال د «کابل د علماوو شورا او د دیني مدارسو له یو شمېر استادانو» سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دیني مدرسو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلی، چې د ولسمشر د دفتر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر، د افغانستان د علماوو له شورا او د دیني مدارسو له یو شمېر استادانو سره په کتنه کې دغه څرګندونې وکړې او ویلي چې اسلامي امارت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې دیني مدارسو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

مولوي عبدالکبير زياته کړه چې د ديني مدرسو د نصاب په اړه کار روان دى او په دې برخه کې د لا زياتې همکارۍ زمينه برابره شوې ده.

د لومړي وزیر د دفتر سیاسي مرستیال ویلي دي چې "د ښوونځیو نصاب یوه مهمه برخه ده چې لا هم مسلکي کار ته اړتیا لري او زده کوونکو ته باید د دیني زده کړو ترڅنګ عصري علوم هم تدریس شي."
https://avapress.com/vdchvxnim23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته