کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت: تر ۵۴۰ زره زیات ناقانونه کډوال مو خپل هېواد ته ستانه کړي

13 جدی 1402 ساعت 14:06

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ مشرانو جرګې ته خبر ورکړ چې تر اوسه له ۵۴۰ زرو څخه زیات غیر قانوني کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.


آوا: د اکتوبر په میاشت کې، د پاکستان موقت حکومت ټولو غیرقانوني مهاجرینو ته خبرداری ورکړ چې د اکتوبر تر 31 پورې له پاکستان څخه ووځي.

له ټاکلې مودې وروسته، موقت حکومت په رسمي ډول د غیرقانوني بهرنیانو د ایستلو لپاره په ټول هیواد کې یو پروګرام پیل کړ، چې اکثریت یې افغانان دي.

په داسې حال کې چې دغه اقدام د افغانستان او د بشري حقونو د ډلو له خوا له نیوکو سره مخ شوی، خو د پاکستان حکومت د مهاجرینو اخراج ته دوام ورکوي او ټینګار کوي چې دا کومه ځانګړې توکمیزه ډله نه په نښه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مشرانو جرګې ته په یوه لیکلي ځواب کې ویلي، چې په هېواد کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه بهرني اتباع په غیر قانوني توګه ژوند کوي، چې ډېری یې افغانان دي او د کابینې تر تصویب وروسته ۵۴۱ زره ۲۱۰ تنه غیرقانوني اوسیدونکي له هېواده وویستل شي. 

دغه وزارت زیاته کړه چې د پاتې کسانو د پېژندلو او ویستلو هڅې روانې دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۲۷۱ زره ۹۸۵ کسان د خیبر پښتونخوا ایالت له لارې خپل هېواد ته او ۱۵۹ زره ۱۶۱ کسان د بلوچستان ایالت له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي. 


د مطلب کود: 283415

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283415/د-پاکستان-کورنیو-چارو-وزارت-تر-۵۴۰-زره-زیات-ناقانونه-کډوال-مو-خپل-هېواد-ته-ستانه-کړي

آوا
  https://www.avapress.com