دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 283415
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت: تر ۵۴۰ زره زیات ناقانونه کډوال مو خپل هېواد ته ستانه کړي
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ مشرانو جرګې ته خبر ورکړ چې تر اوسه له ۵۴۰ زرو څخه زیات غیر قانوني کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د اکتوبر په میاشت کې، د پاکستان موقت حکومت ټولو غیرقانوني مهاجرینو ته خبرداری ورکړ چې د اکتوبر تر 31 پورې له پاکستان څخه ووځي.

له ټاکلې مودې وروسته، موقت حکومت په رسمي ډول د غیرقانوني بهرنیانو د ایستلو لپاره په ټول هیواد کې یو پروګرام پیل کړ، چې اکثریت یې افغانان دي.

په داسې حال کې چې دغه اقدام د افغانستان او د بشري حقونو د ډلو له خوا له نیوکو سره مخ شوی، خو د پاکستان حکومت د مهاجرینو اخراج ته دوام ورکوي او ټینګار کوي چې دا کومه ځانګړې توکمیزه ډله نه په نښه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مشرانو جرګې ته په یوه لیکلي ځواب کې ویلي، چې په هېواد کې شاوخوا ۱.۷ میلیونه بهرني اتباع په غیر قانوني توګه ژوند کوي، چې ډېری یې افغانان دي او د کابینې تر تصویب وروسته ۵۴۱ زره ۲۱۰ تنه غیرقانوني اوسیدونکي له هېواده وویستل شي. 

دغه وزارت زیاته کړه چې د پاتې کسانو د پېژندلو او ویستلو هڅې روانې دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۲۷۱ زره ۹۸۵ کسان د خیبر پښتونخوا ایالت له لارې خپل هېواد ته او ۱۵۹ زره ۱۶۱ کسان د بلوچستان ایالت له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي. 
https://avapress.com/vdcizparwt1av52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته