کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت پلاوی اسلام آباد ته ورسید

13 جدی 1402 ساعت 14:23

د کندهار د والي ملا شیرین اخند په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی دی.


آوا: په دې پلاوي کې د ملي دفاع وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د استخباراتو مسوولین شامل دي.

ټاکل شوې چې دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې وکړي.

په اسلام آباد کې به د پاکستان او افغانستان د همغږۍ شورا ګډه غونډه هم جوړه شي او افغان پلاوی به د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره هم وګوري. ټاکل شوې چې دغه پلاوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو او پوځي چارواکو سره هم وګوري.

په دغو ناستو کې به د پاکستان د هغه ادعا په اړه خبرې وشي چې د افغانستان له خاورې د اورپکو له خوا کارول کېږي.

اسلام اباد هم تمه لري چې په افغانستان کې د حافظ ګل بهادر او نورو اورپکو د سپارلو غوښتنه وکړي.

په دې ملاقاتونو کښې به په چمن بندر کښې د ویزې نه پاک ټرانسپورټ باندې هم خبرې اترې وشي.


د مطلب کود: 283417

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283417/د-اسلامي-امارت-پلاوی-اسلام-آباد-ته-ورسید

آوا
  https://www.avapress.com