دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۲۳
د مطلب کود : 283417
د اسلامي امارت پلاوی اسلام آباد ته ورسید
د کندهار د والي ملا شیرین اخند په مشرۍ د اسلامي امارت یو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره د دغه هېواد پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: په دې پلاوي کې د ملي دفاع وزارت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د استخباراتو مسوولین شامل دي.

ټاکل شوې چې دغه پلاوی به له پاکستاني چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې وکړي.

په اسلام آباد کې به د پاکستان او افغانستان د همغږۍ شورا ګډه غونډه هم جوړه شي او افغان پلاوی به د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي آصف دراني سره هم وګوري. ټاکل شوې چې دغه پلاوی د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو او پوځي چارواکو سره هم وګوري.

په دغو ناستو کې به د پاکستان د هغه ادعا په اړه خبرې وشي چې د افغانستان له خاورې د اورپکو له خوا کارول کېږي.

اسلام اباد هم تمه لري چې په افغانستان کې د حافظ ګل بهادر او نورو اورپکو د سپارلو غوښتنه وکړي.

په دې ملاقاتونو کښې به په چمن بندر کښې د ویزې نه پاک ټرانسپورټ باندې هم خبرې اترې وشي.
https://avapress.com/vdca6enu049nay1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته