کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ذبیح الله مجاهد:

د هېواد د لويو لارو په هرو ۷۰ کيلومترۍ کې يو جومات جوړېږي

13 جدی 1402 ساعت 14:53

د اسلامي امارت ویاند وايي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې به د هېواد د لویو لارو په هرو ۷۰ کیلومترۍ کې یو جومات جوړېږي، دغه جوماتونه به په عصري اسانتیاو سره جوړېږي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټولنیزه شبکه اکس کې لیکلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې به د هیواد د لویو لارو په هر ۷۰ کیلومترۍ کې یو جومات جوړیږي. 

د سلامي امارت ویاند زیاته کړه، چې پر همدې اساس پرون د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د جومات د یوې دروازې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

خو ده ټينګار وکړ چې د هېواد په ټولو لويو لارو کې دغه جوماتونه زموږ د مسافرو هېوادوالو د اسانتيا لپاره په پام کې نيول شوي دي.


د مطلب کود: 283427

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283427/د-هېواد-لويو-لارو-په-هرو-۷۰-کيلومترۍ-کې-يو-جومات-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.com