دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 283427
د هېواد د لويو لارو په هرو ۷۰ کيلومترۍ کې يو جومات جوړېږي
د اسلامي امارت ویاند وايي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې به د هېواد د لویو لارو په هرو ۷۰ کیلومترۍ کې یو جومات جوړېږي، دغه جوماتونه به په عصري اسانتیاو سره جوړېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټولنیزه شبکه اکس کې لیکلي چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې به د هیواد د لویو لارو په هر ۷۰ کیلومترۍ کې یو جومات جوړیږي. 

د سلامي امارت ویاند زیاته کړه، چې پر همدې اساس پرون د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د جومات د یوې دروازې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

خو ده ټينګار وکړ چې د هېواد په ټولو لويو لارو کې دغه جوماتونه زموږ د مسافرو هېوادوالو د اسانتيا لپاره په پام کې نيول شوي دي.
https://avapress.com/vdcb5fb5zrhbwap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته