کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دایکندي کې د ګاز نیونه یوې ځوانې جوړې ته مرګ ژوبله اړولې ده

16 جدی 1402 ساعت 9:42

د دایکنډي ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د پنجشنبې په شپه د جدې په ۱۴ مه د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ګاز نیونې له امله یوې ځوانې جوړې يي وژلي دی.


آوا - کابل: د دایکنډي امنیه قومندانۍ ویاند غلام علي جاوید سلام وطندار ته وویل، چې ۳۰ کلن حفیظ الله او ۲۸ کلنه لطیفه د ګازو د تنفس له امله مړه شوي دي.
 
د دايکنډي د امنيه قوماندانۍ وياند زياتوي، چې دغه جوړه د شهرستان ولسوالۍ د "خواجه‌چاشت" کلي اوسېدونکې وه او نږدې يوه مياشت وړاندې يې واده کړى و.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د دايکنډي په ميرامور ولسوالۍ کې هم يو سړى او لور يې د ډبرو سکرو د سوځېدو له امله مړه شوي وو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ وړاندې هم د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ د اوسېدونکو یوه ځوانه جوړه د زهرجن ګاز له امله مړه شوې وه.


د مطلب کود: 283559

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283559/په-دایکندي-کې-د-ګاز-نیونه-یوې-ځوانې-جوړې-ته-مرګ-ژوبله-اړولې-ده

آوا
  https://www.avapress.com