دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 283559
په دایکندي کې د ګاز نیونه یوې ځوانې جوړې ته مرګ ژوبله اړولې ده
د دایکنډي ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د پنجشنبې په شپه د جدې په ۱۴ مه د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې د ګاز نیونې له امله یوې ځوانې جوړې يي وژلي دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دایکنډي امنیه قومندانۍ ویاند غلام علي جاوید سلام وطندار ته وویل، چې ۳۰ کلن حفیظ الله او ۲۸ کلنه لطیفه د ګازو د تنفس له امله مړه شوي دي.
 
د دايکنډي د امنيه قوماندانۍ وياند زياتوي، چې دغه جوړه د شهرستان ولسوالۍ د "خواجه‌چاشت" کلي اوسېدونکې وه او نږدې يوه مياشت وړاندې يې واده کړى و.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د دايکنډي په ميرامور ولسوالۍ کې هم يو سړى او لور يې د ډبرو سکرو د سوځېدو له امله مړه شوي وو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ وړاندې هم د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ د اوسېدونکو یوه ځوانه جوړه د زهرجن ګاز له امله مړه شوې وه.
https://avapress.com/vdchmxniw23n6md.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته