کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې څه باندې زر کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې

16 جدی 1402 ساعت 12:57

د افغانستان برښنا شرکت (برشنا) وايي، د دوی تخنیکي کارکوونکو د غزني ولایت په نوآباد ښارګوټي کې د درې ترانسفرمرونو په نصبولو سره ۱۲۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره کړې ده.


آوا - کابل: د افغانستان د برښنا شرکت مطبوعاتي دفتر (برشنا) لیکلي چې د دغو ترانسفارمرونو له جملې څخه یو یې د ۶۳۰ کیلوواټه او نور دوه وسایل د ۴۰۰ کیلوواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري.

د برشنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې تجهیزات د ۱۸.۵ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د ځايي اوسېدونکو له خوا برابر شوي دي.

په ورته وخت کې د هېواد ډېری اوسېدونکي له ګڼې ګوڼې او د کافي برېښنا له نشتوالي شکایت کوي.


د مطلب کود: 283581

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283581/په-غزني-کې-څه-باندې-زر-کورنۍ-له-برېښنا-برخمنې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com