دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 283581
په غزني کې څه باندې زر کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې
د افغانستان برښنا شرکت (برشنا) وايي، د دوی تخنیکي کارکوونکو د غزني ولایت په نوآباد ښارګوټي کې د درې ترانسفرمرونو په نصبولو سره ۱۲۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د برښنا شرکت مطبوعاتي دفتر (برشنا) لیکلي چې د دغو ترانسفارمرونو له جملې څخه یو یې د ۶۳۰ کیلوواټه او نور دوه وسایل د ۴۰۰ کیلوواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري.

د برشنا شرکت د معلوماتو له مخې، د دغې پروژې تجهیزات د ۱۸.۵ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د ځايي اوسېدونکو له خوا برابر شوي دي.

په ورته وخت کې د هېواد ډېری اوسېدونکي له ګڼې ګوڼې او د کافي برېښنا له نشتوالي شکایت کوي.
https://avapress.com/vdcc41qis2bq4p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته