کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لوګر ولایت کې ښوونځیو ته د درسي کتابونو د ویش لړۍ پیل شوه

16 جدی 1402 ساعت 14:56

د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت ۲۷۶ ښوونځیو ته د ۳۲۳۴۸۰ ټوکه نويو چاپ شویو درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.


آوا - لوګر: د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، دغه نوي چاپ شوي کتابونه به په راتلونکې اونۍ کې د دغه ولایت ټولو ښوونځیو ته وویشل شي.

ویل کېږي، چې له لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې په پښتو او دري ژبو ۳۲۳ زره ۴۸۰ ټوکه کتابونه شته، چې ټولیز ارزښت یې ۱۵ نیم میلیونه افغانیو ته رسېږي.

په همدې حال کې د لوګر د پوهنې ریاست د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې ریاست ته ۱۹ میلیونه افغانۍ تعلیمي مواد ځانګړي کړي چې د تعلیمي کال په پیل کې به پر ۱۱۹۶ ښوونکو او ۵۴۷۰۰ زده کوونکو وویشل شي.


د مطلب کود: 283599

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283599/په-لوګر-ولایت-کې-ښوونځیو-ته-د-درسي-کتابونو-ویش-لړۍ-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com