دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 283599
په لوګر ولایت کې ښوونځیو ته د درسي کتابونو د ویش لړۍ پیل شوه
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت ۲۷۶ ښوونځیو ته د ۳۲۳۴۸۰ ټوکه نويو چاپ شویو درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - لوګر: د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، دغه نوي چاپ شوي کتابونه به په راتلونکې اونۍ کې د دغه ولایت ټولو ښوونځیو ته وویشل شي.

ویل کېږي، چې له لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې په پښتو او دري ژبو ۳۲۳ زره ۴۸۰ ټوکه کتابونه شته، چې ټولیز ارزښت یې ۱۵ نیم میلیونه افغانیو ته رسېږي.

په همدې حال کې د لوګر د پوهنې ریاست د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د پوهنې ریاست ته ۱۹ میلیونه افغانۍ تعلیمي مواد ځانګړي کړي چې د تعلیمي کال په پیل کې به پر ۱۱۹۶ ښوونکو او ۵۴۷۰۰ زده کوونکو وویشل شي.
https://avapress.com/vdcb9fb59rhbwsp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته